په دې کوچني کورس کې هغو مفاهيمو او ننګونو ته کتنه کېږي چې د سولې راوستلو د برخې کار ترې رغېدلی دی. زده کوونکي له بېلابېلو لارو چارو او د تګلارو له هغو ډولونو سره اشنا کوي چې په دې برخه کې کارېږي. پر دې سربېره په کورس کې د نړۍ ژوندي مثالونه وړاندې کېږي چې د سولې راوستلو پېچلی ماهیت څرګندوي.

UNAMID Head of Office in Sector North, Hassan Gibril, salutes (right) king Yassir, the head of Al-Berti tribe, in his palace in Mellit, Norh Darfur. (Flickr/UNAMID)
(Flickr/UNAMID)

فهرست

مهمه پوښتنه | هغه اصلي مفاهيم او ننګونې کومې دي چې دغه برخه ترې رغېدلې ده؟

مهمه پوښتنه | اصلي مفاهيم او لومړيتوبونه څنګه تعريف شوي دي؟

مهمه پوښتنه | مفاهيم او ليدلوري د سولې راوستلو پر پروسه څنګه اغېزې کوي؟

موخه | د سولې راوستلو لپاره د بېلا بېلو لارو چارو، د تګلارو د ډولونو او سټراټېژيو پېژندل

موخه | په دې کورس کې د وړاندې شويو کليدي اصطلاحاتو، مفاهيمو او نظريو په هکله خپل پوهاوی او درک معلوم کړئ.

موخه | څه مو چې زده کړي دي پر يوې تخيلي سناريو يې تطبيق کړئ.

  • پېژندنه
  • تعريفونه او لومړيتوبونه
  • عملي مثالونه
  • تيوري او عمل
  • ازموينه
  • سناريو